په افغانستان کي څه باندي ۲ ميليونه افغان کوچنيان له خوارځواکۍ سره مخ دي

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان دفتر وايي، د خوړو د نه خوندیتوب له امله دوه میلیونه او نهه سوه زره افغان کوچنیان چي عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

يادې ادارې نن پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، تر اته‌نیم سوه زره زیات کوچنیان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي.

دې ادارې پرون د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر ټیډروس ادهانوم گبرسیوس، پیغام هم شریک کړی چي پکښي ویل سوي، د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي په هغو سیمو کي ژوند کوي چي د خوړو له اړخه نا امنه دي.

که څه هم په دغه پیغام کي ویل سوي، چي د روغتیا نړیوال سازمان له اړو کسانو سره مرستي کوي، خو له بلي خوا ویل سوي چي دا بسنه نه‌کوي.

په یاد پیغام کي د نړیوالې ټولني پر بېړنیو روغتیايي او خوراکي مرستو هم ټینګار سوی دی.