په افغانستان کي یوه بریتانیايي جوړه، چي د دواړو عمرونه تر ۷۹ کلونو پوري دي نیول سوي دي

بریتانیايي رسنیو نن راپور ورکړی چي د افغانستان په بامیان ولایت کي چارواکو یوه بریتانوي جوړه نیولې ده.
د سنډې ټایمز ورځپاڼي د راپور له مخي، ۷۸ کلن پیټر رینولډز او د هغه مېرمن باربي، چي ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال نیول سوي چي دوی په بامیان کي خپل کور ته روان وه.
دې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسي په افغانستان کي د زده کړو او د کوچنیانو او میندو د ملاتړ په برخه کي کار کاوه.
د دې جوړې لور سارا انټویسل ویلي مور او پلار یې یوازي غوښتل دې هیواد ته خدمت وکړي ځکه چي مینه ورسره لري.
د نیول سوي جوړې کورنۍ دا پېښه تراوسه پوري نه وه څرګنده کړې.
تر اوسه څرګنده نه ده چي دا جوړه ولي نیول سوې ده.
کله چي طـ.البان د ۲۰۲۱ کال په اګست کي بیا واک ته ورسېدل، ډېری لوېدیځ اتباع له افغانستانه ووتل، خو دغه جوړې پرېکړه وکړه چي هلته پاته سي.