د ط..البانو تر واک لاندي د عامي روغتيا وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د نړۍوالو مرستندويه ادارو په مرسته به د څلورو ورځو په جريان کښي به ۱۱.۸ ميليونه هغه کوچنيانو ته چي عمر ئې تر پنځو کلنو کم وي د پوليو واکسين ورکړل سي.
د خبرپاڼي په حواله، چي دغه واکسين به د رواني مي مياشتي له ۲۶ نېټې څخه بيا تر ۲۹ نېټې پوري به د افغانستان په ټولو ولايتونو کښي عملي کړل سي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي د ياد کمپاين سره يو ځای به د ۲۴ څخه تر ۵۹ میاشتني کوچنيانو ته به «البنډازول» ګولۍ هم ورکړل سي، چي د چنجیو اړوند ناروغیو د درملني له پاره کارول کېږي.
بايد وويل سي، چي پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چي هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی ئې یوزي د پولیو په واکسین سره امکان لري. دغه ویروس په کوچنيانو کښي د دایمي فلج (ګوزڼ) او یا هم مرګ سبب ګرځي.