په افغانستان کښي د هرو پنځو ماشومانو څخه يو ماشوم د لوږي څخه کړېږي

د ماشومانو د ژغورنې صندوق (Save the Children) په خپل راپور کښي ویلي، چي د مالي مرستو د کمښت له امله په افغانستان کښي د خوړو خوندیتوب وضعیت خورا خراب سوی دئ. د دغه بنسټ د راپور له مخي، د خوړو د خوندیتوب د پړاونو د درجه‌بندۍ د یوې نوي سروې پر بنسټ، نږدي پنځه میلیونه ماشومان، چي د افغانستان د ماشومانو شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي، له «ناورین» یا د خوړو له بېړني کمښت سره مخ دي. دا په دې مانا ده، چي له هر پنځو ماشومانو څخه یو ماشوم د لوږي د ناورین سره مخ دئ.
بايد وويل سي، چي په افغانستان دغه وضعیت د کمو مالي مرستو، اقتصادي کړکېچ، او نورو عواملو لکه جګړې او اقلیمي بدلونونو له امله رامنځ ته سوی دئ.