په افغانستان کښي د روغتیا نړۍوال سازمان دفتر وايي، په هرو څلورو لویو کسانو کښي یو کس په تنباکو اخته دئ.
دغه سازمان د تنباکو د نه استعمال د نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، په افغانستان کښي د تنباکو تر ټولو عام ډول نسوار یا بې لوګي تنباکو دي.
دغه سازمان په خپل پیغام کښي ویلي: «د تنباکو صنعت نوي نسلونه په نښه کړي. د ځوانانو د ساتني له پاره د تنباکو پر وړاندي اقدام لازمي دئ.»