يوې باوري سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د امريکا د ويسکانسن ايالت په ميلواکي ښار کښي د هارون رسولي په نامه يو افغان ځوان د خپلو افغان ملګرو له خوا وژل سوی دئ.
د سرچينې په حواله چي د هارون رسولي د وژل کېدو اصلي لامل تراوسه پوري څرګند نه دئ او د امريکا پوليسو هم د هغه د وژل کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.