د امریکا په بېلابېلو ښارونو کي اعتراض کوونکي د شنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د غندلو په موخه راټول سوي وه.
دا په جنورۍ میاشت کي د ولسمشر ټرمپ واک ته د بیا رسېدو راهیسي د مخالفت تر ټولو ستر لاریونونه بلل سوي دي.
د لاریون شعار وو “لاسونه لنډ کړئ” ، لسګونه زره لاریون وال د بوسټن، شیکاګو، لاس انجلس، نیویارک او واشنګټن ډي سي په ګډون په ۱۲۰۰ ځایونو او د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کي سوي وه.
لاریون کوونکو د ټرمپ د ټولنیزو او اقتصادي تګلارو په تړاو نا خوښي ښودله.
د ټرمپ له خوا د نړۍ پر بېلابېلو وارداتي توکو د تعرفو د لګولو په تړاو د لندن، پاریس او برلین ښارونو په ګډون د نړۍ په ډېرو نورو ښارونو کي هم غونډي سوي دي.
ځیني نظر پوښتني ښيي چي د ولسمشر ټرمپ د محبوبیت درجه کمه سوې ده.
د ټرمپ د کډوالۍ یوه لوړ پوړي سلاکار ټام هومن ویلي، لاریون کونکو په نیویارک کي د هغه له کوره بهر هم لاریون کړی، خو د هغه په خبره لاریونونه هیڅ معنا نه لري.