په اندونیزیا کې ټولټاکنې پیل سوي چې څه باندې 200 ميلیون رایې ورکوونکو پکښي برخه اخیستې وه

د اندونيزيا ټاکني د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د نړۍ ترټولو لويي یو ورځنۍ ټاکنو په ليکه کي شميرل کیږي.

په ۱۹۹۸ کال کې د دیکتاتور سهارتو د رژیم له نسکوریدو راهیسې، اندونیزیا، چې د جنوب ختیځې اسیا یو پراخ هیواد او د نړۍ دریم لوی ټاکنیز ډیموکراسي ده، د پام وړ پرمختګ کړی دی، اندونيزيا يو اکثریت مسلمان هیواد .
او د نړۍ تر ټولو لوی لرغوني هیوادونو څخه دی، اندونیزیا کې د ټاکنو تنظیمول د پراخې اندازې له امله یو مهم کار دی، چې درې زونونه لري، او له 18,000 څخه زیاتو ټاپوګانو څخه جوړ دی. برسیره پردې، د هیواد ژبنی تنوع، د 150 څخه زیاتو ژبو سره، د ټاکنیز بهیر پیچلتیا زیاتوي.