هغه نجوني چي په انسټیټیونو کي د قابلهګۍ او نرسنګ زدهکړي کوي وايي، دوی ته ویل سوي چي تر بل خبرتیا پوري په کور کي پاته سي.
د دوی په وینا، چي ټولګیو ته د ننوتولو مخه يې نیول سوې او په مبهم ډول ورته ویل سوي چي د درسونو دوام د اوس لپاره بند سوی دی.
د طبي انسټیټیونو په اړه دغه فرمان چي په «لفظي ډول» توشیح سوی، له توند غبرګون سره مخ سوی دی.
په دې اړه لا تر اوسه د عامي روغتیا وزارت په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په افغانستان کي د برتانیې د سفارت شارژدافیر رابرټ ډیکسن د طب په برخه کي پر نجونو د بندیز په اړه غبرګون ښوولی او هغه یې غندلی دی.