د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې پر خپل ټېلېګرام ویلي چي په ټپیانو کي ۱۱ کوچنیان هم شامل دي او پر ښار بریښنا هم پرې سوې.
اوکراین ویلي چي روسي ځواکونو پر سوومي ښار د ۱۲۰ توغندیو او ۹۰ ډرون بریدونه کړي چي په وینا یې، دا د یوه پراخ برید برخه ده.
د چارواکو په وینا، د توغندیز برید له امله د برښنا لینونه هم پرې سوي چي له کبله یې، پر ټول ښار برښنا پرې سوې.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چي روسي ځواکونو د شپې په برید کي دوه بالستیک توغندي او یو بل لارښود توغندي هم کارولي دي.
د بریدونو له امله له یوشمېر سیمو شاوخوا ۴۰۰ کسان هم نورو سیمو ته لېږدول سوي دي.
بل خوا د امریکا متحدایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي، اوکراین اجازه لري چي د امریکا لیرواټنه توغندي د روسیې په خاوره کي دننه د اهدافو د ویشتلو لپاره وکاروي.