هه نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان چي د ايران څخه بهر فعاليت کي په خپل تازه راپور کي ويلي دي، چي د ایران په پلازمېنه تهران کي یوه ۲۵ کلنه افغانه مېرمن له خپلو درو کوچنیو ماشومانو سره يو ځای وژل سوې ده.
د هه نګاو د بشري سازمان د راپور د مخي چي دا پېښه شاوخوا لس ورځي مخکي د تهران په مرتضیګرد سیمه کي سوې ده.
په راپور کي ويل سوي دي، چي دغه مېرمن د چاړې په وسيله وژل سوې او درې کوچني ماشومان ئې زندۍ سوي او وژل سوي دي. د وژل سوو ماشومانو عمرونه د دوو او پنځو کلونو ترمنځ ښودل سوي دي.
د دغي مېرمني جسد ترپېښي لس ورځي وروسته د سيمي د خلګو په مرسته د ايران پوليسو پيدا کړی دئ.
بايد وویل سي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغي افغاني مور او ماشومانو د وژل کېدو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ويلي.