د ایران پوليسو ويلي، چي د افغان کډوالو موټر د ایران د سيستان او بلوچستان د سراوان په کوهک لاره باندي چپه سوی دئ، چي له امله ئې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغوی په خبره چي په دغه ترافيکي پېښه کي يو افغان کډوال وژل سوی او ۱۹ نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د ايران د پوليسو په خبره چي په ټپيانو کي د اتو کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دئ.