په ایران کي د افغانانو اعدامونه؛ په تېرو څو میاشتو کي ۱۴ تنه افغانان اعدام سوي

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۱۴ افغانان د ایران په زندانونو کي اعدام سوي دي.
په ناروې کي مېشت د ایراني کردستان د بشري حقونو سازمان هانګاو په خپل یوه راپور کي ویلي چي د پنج شنبې په ورځ هم څلور افغانان د مشهد په زندان کي اعدام سول او پنځم تن بیا تېره چهارشنبه د تبریز په یوه زندان کي اعدام سوی وو.
ویل کیږي چي دغه څلور کسان د مخدره موادو اړوندو جرمونو او پنځم تن د قتل په تور اعدام سوي دي.
د دغه بنسټ د شمېرو له مخي په ۲۰۲۳م کال کي هم د ایران په زندانونو کي ۲۸ افغانان عدام سوي وه.
ایران هر کال لسګونه افغانان اعداموي او د هغو هیوادونو په لیست کي دی چي ډېر اعدامونه پکښي کیږي خو حکومت اکثره اعدامونه په پټه تر سره کوي او دقیق شمېر یې نه دی معلوم.