په ایران کي د افغان مهاجرو منتخبي لوبډلي لپاره د کورش ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې

په ایران کې د افغان مهاجرو ورزشکارانو لپاره د المپیک، بدني روزني او سپورټ عمومي ریاست د استازولۍ له لوري د یاد هیواد په پلازمېنه تهران کي د اوو استانونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د افغان مهاجرو منتخبي لوبډلي لپاره د کورش ټاکنیزي سیالۍ ترسره سوې چي یوه ورځ یې دوام وکړ.

په دغو سیالیو کي له سمنان، کرمان، البرز، یزد، قُم، همدان او تهران آستانونو څخه د مشرانو په عمري او له ۶۰ کیلو ګرامه څخه تر ۱۰۰+ کیلو ګرامه وزني کټګوریو کي ۱۰۰ ورزش کارانو ګډون کړی وو.

د دې سیالو په پایله کي اته ورزش کاران په ایران کي د افغان مهاجرو ورزش کارانو د کورش لوبډلي ته وټاکل سول.