په ایران کي د افغان کډوالو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو د خپرېدو وروسته د غبرګونونو په لړ کي حکومت هم دغي ویډیو ته غبرګون ښودلی

په ایران کي د افغان کډوالو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کي د یوې ویډیو د خپرېدو وروسته د غبرګونونو په لړ کي حکومت هم دغي ویډیو ته غبرګون ښودلی او دغه انځورونه یې بوږنونکي بللي او ورباندي اندیښنه یې ښودلې ده.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کي په تیرو ۴۰ کلنو کي د افغان کډوالو د کوربتوب له امله ایران څخه د منني ترڅنګ له دغه هیواد غوښتي چي د کډوالو په هکله د تېر په څېر له صبر او زغم څخه کار واخلي، د هغوی ستونزي هواري کړي او ور سره زور زیاتی پای ته ورسوي.

بل خوا د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین هم د ایران له چارواکو غوښتي چې په خپل هيواد کي د افغانانو د ځورونو مخه ونیسي.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کي په ایران کي له افغانانو سره چلند “غیرقانوني، د بشري حقونو سرغړونه او د انساني اصولو خلاف” بللی دی.

پښتین د دې ډول چلند د غندلو ترڅنګ د ایران له حکومته غوښتي چي د افغانانو وضعیت ته پام وکړي او د هغوی د حقونو ساتنه وکړي.