په ایران کي د بس او ټانکر په ټکر کي ۹ کسان مړه سوي دي

د ایران په جنوب ختیځ کي لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت مړه سول، چي یو بس موټر د سون توکو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخي، په سیستان و بلوچستان ولایت کي د سرې میاشتي ټولني مشر محمد مهدي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چي زاهدان ته نږدې په دې پېښه کي ۱۳ نور کسان ټپیان سوي دي.
د شنبې په ورځ هم په لرستان ولایت کي یوې درې ته د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کي ۱۰ کسان مړه سوي وه.
تر دې مخکي د سږکال په زمري میاشت کي هم ۲۸ پاکستاني زیارت کوونکي چي عراق ته روان وه، د ایران په یزد ولایت کي د دوی د موټر د اوښتو په پېښه کي مړه سوي وه.