په ایران کي د بس چپه کېدو په پېښه کي ۲۸ تنه پاکستاني شیعه زایرین وژل سوي دي

راپورونه وایي، په ایران کي د پاکستانیو شیعه زایرینو بس چپه سوی چي پکښي لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، پېښه تېره شپه د ایران په یوه مرکزي ولایت یزد کي سوې ده او دا مسافر وړونکی بس عراق ته روان وو.
ویل کیږي چي په دې پېښه کي یو شمېر نور کسان ټپيان سوي هم دي خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی ښوول سوی.
عراق ته هر کال میلیونونه شیعه ګان له بېلابېلو هیوادونو څخه د زیارت او دیني مراسمو لپاره ځي.