په ایران کي د ترافیکي پېښي له امله لسو تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د ایران ایسنا رسنۍ خبر ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ د ایران د کرمان په ښار کي د ترافیکي پېښي له امله شپږ تنه افغان وژل سوي او څلور تنه نور افغانان زخمیان سوي دي.
د یادي رسنۍ د خبر له مخي په دغه موټر کي ټول افغان مسافر وه او د دغو وژل سوو افغانانو عمر ئې د ۲۵ او ۳۵ کلنو تر منځ ښودل سوی دئ.
دغه راز روغتیا فعلان په زخمي سوو کسانو کي د یو تن زخمي حالت نازک ښودلی.