په ایران کي د نښتو او بریدونو پر مهال ۵ سرتیري او ۱۵ وسله وال وژل سوي

راپورونه وایي، په ایران کي د جېش العدل ډلي وسله والو د سیستان او بلوچستان په راسک او چابهار ولسوالیو کي پر دریو پوځي مرکزونو بریدونه کړي، چي پر مهال یې ۵ پوځیان او ۱۵ بریدګر وژل سوي دي.
ایراني رسنۍ وايي، دغه درې بریدونه پر یوه وخت سوي او دغه راز وسله والو په سرباز نومي ښارک کي هم د سپاه پاسدران ځواک پر مرکز برید کړی دی.
جېش العدل وسله والي ډلي چي د دې بریدونو مسوولیت یې منلی وایي، وسله والو یې پر هغو نظامي کسانو برید کړی، چي په پوځي مرکزونو کي په جګړه بوختو پوځیانو ته یې مرسته رسوله.
دغه ډلي ادعا کړې، چي د چابهار امام علي روغتون ته نژدې برید کي یې لسګونه ایراني ځوانه وژلي دي.
جېش العدل د ایران حکومت مخالفه وسله واله ډله ده چي ځان د عدالت او برابرۍ ځواک بولي، دغه راز ادعا کوي چي په ځانګړې توګه د سیستان او بلوچستان سیمو کي د سنیانو له حقونو څخه دفاع کوي.
ایران حکومت رسماً جېش العدل یو ترهګره ډله بولي، چې په وینا یې د سعودي عرب او امریکايي څارګرو ادارو ملاتړ ورسره دی.