په ایران کي د یورانیمو غني کولو دوام؛ د اټومي انرژۍ ادارې مشر دغه هیواد ته سفر کوي

د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي د اټومي چارو په یو کنفرانس کي د ګډون او له چارواکو سره د لیدو لپاره ایران ته ځي.
د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې مشر په فبرورۍ کي ویلي وه چي تهران ته د سفر پلان لري تر څو د دغه ادارې او ایران ترمنځ په اړیکو کي له یو بله په جلا لارو د تګ مخه ونیسي.
د کروسي په وینا، د ایران له خوا د یورانیمو غني کولو شدت د تېر کال د پای په پرتله یو څه کم سوی، خو دغه هیواد لا هم په میاشت کي شاوخوا اووه کیلوګرامه یورانیم په لوړه کچه غني کوي چي کچه یې تر ۶۰ سلنه پوري رسيږي.
د یورانیمو تر۶۰ سلنه غني کول هغه اندازه ده چي په وسلو کي د کارولو سطحي ته نږدې کیږي او د اټومي برېښنا د تولید لپاره د دومره غني یورانیمو اړتیا نه وي.