په ایران کي یو‌شمېر افغان کډوال د وروستیو اوونیو پرمهال د دوی پر وړاندي د حکومتي چارواکو چلند او څرګندونو اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، د بې‌اسناده افغان کډوالو ترڅنګ هغه افغانان هم زورول کېږي چي په دغه هیواد کي د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي، د یاد هیواد په یو‌شمېر ولایتونو کي چارواکو پرېکړه کړې چي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ولېږدوي.

د دوی په وینا، د بې‌اسناده کډوالو ترڅنګ قانوني کډوال هم د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول کیږي او ځورول کېږي.

په ایران کي مېشت یوشمېر افغان کډوال وايي، په افغانستان کي د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله نه‌سي، کولای بېرته خپل هیواد ته ستانه سي.

دوی شکایت کوي چي په ایران کي هم د اوسېدو او کارکولو اجازه نه‌لري او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.