په ایران کي ۲۵ تنو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ایراني رسنیو راپور ورکړی چي په سیستان بلوچستان ولایت کي د افغان کډوالو یو موټر له یوې لارۍ سره ټکر سوی چي پر مهال یې ۱۱ تنه افغانان مړه سوي دي.
د سیستان بلوچستان د سرې میاشتي ټولني ویلي چي دا پېښه د سه شنبې په سهار د ساراوان کواک پر سړک سوې ده.
د راپورونو له مخي په دې پېښه کي ۱۴ تنه نور افغانان ټپیان سوي هم دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چي دغه افغانان کومي خوا تلل خو په دې وروستیو کي ایران له خپل هیواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
په ایران کي له دې وړاندي هم په ترافیکي پېښو کي ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *