د امریکا په ایوا ایالت کي د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۰ څخه د زیاتو افغانانو څخه غوښتنه کړې ده، چي د یاد هیواد څخه ووځي.
په ایوا کي د افغانانو د ملاتړ سازمان مشر شیراغا صافی وايي چي په دغه ایالت کي یو شمېر افغانانو ته ایمیلونه سوي، چي د دوی د پناه غوښتلو دوسیې لغوه سوي او ژر تر ژره دي امریکا پرېږدي.
د صافي په وینا، شاوخوا ۲۰۰ تنه چي دغه ډول اخطارونه ئې تر لاسه کړي؛ د پخواني جمهوري نظام سرتېري دي، چي له امریکایي عسکرو سره ئې کار کړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت خبرداری ورکړی، که چېرې دغه کسان له هیواده ونه وځي؛ نو ښايي ونیول سي، د کار اجازه ئې لغوه سي او ان له قانوني څار سره مخ سي.
د یادوني وړ ده چي دا هغه افغانان دی، چي د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست تر میاشتي وروسته امریکا ته تللي او هلته د امریکا د مهاجرت ادارې موقت دوه کلن د اوسېدو اسناد ورکړي وه.