په ایکوادور کي د بس چپه کېدو په پېښه کي ۱۲ کسان وژل سوي او ۱۰ نور ټپیان دي

د‌ رويټرز د راپور له مخي د ایکوادور په مرکزي سیمه، سیمیاتوګ کي یو مسافر وړونکی بس چپه سوی، چي په کښي ۱۲ کسان وژل سوي او لس نور ټپيان دي.
رویټرز د ایکوادور د‌ چارواکو د قوله ویلي چي دا پېښه د دوشنبې په ورځ سوې او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.
چارواکي وایي چي د پېښي اصلي لامل تر اوسه نه دئ معلوم او دوی ئې په اړه پلټني کوي.