د بادغيس څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د قادس ولسوالۍ په جوالق سيمه کي نامعلومو کسانو د تېر جمهوري نظام يو سرتېری ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه وژل سوی کس ۳۰ کلن وو. سرچينه زياتوي چي ياد کس د تېري يکشنبې په ماخستن باندي د نامعلومو کسانو له خوا ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د بادغيس د ط..البانو مسؤلينو د يادي پيښي په اړه تر اوسه په رسمي ډول باندي رسنيو ته څه نه دي ويلي.