د بادغيس څخه محلي سرچينو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ماښام نامعلومو وسله والو د بادغيس ولايت د مرکز په قلعه نو سيمه کي يو ځوان نامعلومو کسانو ويشتلی او وژلی دئ.
د دغه وژل سوي ځوان هويت او د وژل کېدو دليل تر اوسه پوري معلوم نه دئ.
بلخوا بيا يو شمېر ځايي کسانو ويلي، چي دغه ځوان ط..البانو وژلی دئ خو د وژلو دليل ئې څرګند نه دئ.
بايد وويل سي، چي د دغه ځوان د وژل کېدو اړوند ط..البانو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.