د بادغيس څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت په څلورمه امنيتي حوزه کي د يو ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې د معلوماتو د مخي چي دغه ځوان د چاقو په وسيله وژل سوی دئ.
د بادغيس ولايت ط..البانو د ياد ځوان د وژل کېدو خبر څراغ تلوېزيون ته تائيد کړی، خو د نور جزئيات د ورکولو څخه ئې ډډه کړې.
د دغه ځوان د وژل کېدو انګېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.