په بادغیس او لوګر کي په ترافیکي پيښو کي ۲۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چارواکي وایي، د بادغیس – هرات پر لویه لاره په بادغیس ولایت کي د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کي ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغیس د والي ویاند ملا احمد جان وایي، د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله یو کاسټر ډوله موټر چپه سوی چي له امله یو تن مړ سوی او ۲۰ نور ټپيان سوي دي.
بل خوا د لوګر امنیتي مسوولین وايي، د یاد ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پیښي له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمد الله انس وایي، یاده پېښه د محمد اغې ولسوالۍ اړوند پل قندهاري سیمه کي رامنځ ته سوې، چي له امله یې یو کوچنی مړ او د پنځو ښځو په ګډون ۶ تنه نورټپیان سوي دي.