له بادغیس ولایت څخه سرچینې وایي، چي په دغه ولایت کي یو ۱۳ کلن کوچنی وژل سوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخي دغه کوچنی د بادغیس قادس ولسوالۍ په ګنبد شاه غیاثالدین سیمه کي په مرمۍ ویشتل سوی دی.
د دې پيښي لامل تر اوسه نه دی معلوم او نه یې هم سیمه ییزو مسوولینو په اړه څه ویلي دي.
په بادغیس کي له تېري یوې میاشتي راهیسي د جنايي پېښو کچه لوړه سوې ده.