په باميانو او دايکندي کي د ترافيکي پېښي له امله ۱۴ کسان ټپيان سوي او درې نور وژل سوي

ط..البان وايي، چي په باميانو او دايکندي کي د دوو ترافيکي پېښو له امله درې کسان وژل سوي او ۱۴ نور ټپيان دي.
د باميانو د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د پنج شنبې په ورځ ماځيګر مهال د باميانو – کابل پر لويه لار باندي د موټرسيکل او موټر د ټکر له امله پر موټر سيکل سپاره دوه کسان وژل سوي دي.
په ورته وخت کي د دايکندي د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په يوه جلا نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د شهرستان ولسوالۍ د چهار اسپان کلي یو فلانکوچ موټر د دایکندي ولایت مرکز ته پر لاره و، چي د لاري په اوږدو کي د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ.
‏د خبرپاڼي په حواله چي په یاده پېښه کي یو ځوان مړ سوی، د کوچنيانو او ښځو په ګډون ۱۴ کسان نور ټپيان سوي.