په باميان کي وسله وال برید؛ د بهرنیو سېلانیانو په ګډون لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، د جمعې په ورځ مازیګر په بامیانو کي د نامعلومو وسله والو په ډزو کي د یو افغان په ګډون درې تنه بهرني سېلانیان وژل سوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، په دغه برید کي درې نور افغانان او څلور بهرني وګړي ټپیان سوي هم دي.
د هغه په وینا، د پېښي په تړاو یې ۴ تنه نیولي خو تر اوسه لا نور جزیات نسته.
ځیني سرچینو مخکي راپور ورکړی وو چي په دې برید کي ۳ تنه بهرني سېلانیان او پنځه تنه افغانان وژل سوي دي.
د دغه برید مسوولیت تر اوسه کومي ډلي نه دی منلی.