د بامیانو مسوولین وایي، د یاد ولایت په پنجاب ولسوالۍ کي د واوري ښويدو له امله دوو کسانو ژوند بایللی دی.
مسوولینو ویلي چي دا پېښه د پنجاب ولسوالۍ په ترغي سیمه کي سوې ده.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دا کسان پنځه ورځي مخکي پنجاب ولسوالۍ ته پر لاره وه چي واوري ښويدني را ګیر کړي وه.
مسوولینو مړه سوي کسان د وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکي بللي او په وینا یې چي د یو کس مړی لا تراوسه نه دی تر لاسه سوی.
دا په داسي حال کي ده چي هر ژمی د هیواد په سړو سیمو کي د واوري ښويدني پېښي رامنځته کېږي او لسګونه کسان پکښي ژوند بایلي.
تر دې مخکي د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کي د واوري ښويدني له امله دوو ځوانانو ژوند بایللی وو.