په بامیان کي د ط….البانو د پولیسو ویاند محمد خوانی رسا وايي، یو ۱۶ کلن ځوان چي غلام یحیی نومېدی او د سیدآباد د کلي اوسېدونکی وود سه شنبې په ورځ سهار د بېهوشۍ په حالت کي د ملا غلام روغتون ته لېږدول سوی خو وروسته یې ساه ورکړې.
د هغه په وینا، نښي نښانې ښيي چي نوموړي ځان وژنه کړې ده، همداراز د هغه کورنۍ هم ویلي، چي غلام یحیی په وروستیو ورځو کي له رواني ستونزو سره مخ وو.
د ط…البانو د پولیسو ویاند زیاتوي د لا زیاتو پلټنو لپاره د دې پېښي د څرنګوالي په اړه څېړني لا هم دوام لري.