په بدخشان او کاپيسا کي ترافیکي پېښو ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د بدخشان په تشکان ولسوالي کي او د بهارک ولسوالي او فیض‌اباد ښار پر لویې لاري دوو جلا جلا ترافیکي پېښو د درېوو کسانو ژوند اخیستی او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.

د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، پرون یوه کرولا د دغه ولایت په ارغندکان سیمه کي له سړک څخه اوښتې او چپه سوې ده چي پر مهال یې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان سوي دي.

هغه وايي، د بدخشان د بهارک ولسوالي او فیض‌اباد ښار ترمنځ پر لویي لاري یوې کرولا له رېنجر سره ټکر کړی چي له کبله یې لس کسان ټپیان سوي دي.

بل خوا د کاپیسا په مرکز محمودراقي ښار کي نن سهار یوې ترافیکي پېښي د یوه کس ژوند اخیستی او څلور نور یې ژوبل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *