په بدخشان ولایت کي د سړې هوا له امله درېیو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس حکمت الله محمدي وايي، چي دا پېښه تېر ماښام د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ په نوآباد سياب کلي کي سوې ده.

د محمدي په ​​وينا، مړه سوي کوچنیان کالر کلي ته پر لاره وه، چي د ډېري واورې او سخت یخ له امله مړه سول.

بدخشان د افغانستان یو له سختو سړو سیمو یادېږي، چي اوسېدونکي یې د لازمو لومړنیو امکاناتو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

ځایي خلک یې له دې امله له حکومته ګیله لري، چې وایي په وار وار غوښتنو یې هم د ژمي په راتګ سره څنګه چي لازمه ده لاسنیوی نه دی سوی.