د بدخشان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت د کشم او تشکان ولسواليو پر لاره باندي د واده موټر د سړک څخه اوښتی او چپه سوی، چي پر مهال ئې د يوې کورنۍ پنځه تنه وژل سوي او يو تن بل ټپي سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي په وژل سوو کسانو کي زوم او ناوې هم شامل دي.
باید وويل سي، چي دغه پېښه د بدخشان د ط..البانو امنيتي کسانو هم تائيد کړې ده.