په بدخشان کي د ريښتر په کچه ۴.۷ درجې زلزله سوې

د اروپا او مديتراني د زلزلې پېژندني ادارې خبر ورکړی، چي د پنج شنبې په ورځ د افغانستان په بدخشان ولايت کي د ريښتر په کچه ۴.۷ درجې زلزله سوې. د يادي ادارې په خبره چي دغه زلزله د بدخشان د مرکز د فيض اباد ښار څخه ۸۵ کيلو ميتره لېري جنوب ختيځ خوا کي سوې ده.
دغه زلزله د افغانستان په ځايي وخت د غرمې شاوخوا يوه بجه سوې ده.
بايد وويل سي، چي د يادي زلزلې د مالي او ځاني زيان اړوند تر اوسه پوري معلومات نه دي ورکول سوي.