په بدخشان کي د سروزرو د مینځلو د یوې کارخوني د نړېدو په پېښه کي درې کارګران مړه سوي دي

د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، دغه پېښه پرون د ارغنجواه ولسوالۍ په تاقرچه سیمه کي سوې ده.

د هغه په خبره دا پېښه هغه مهال رامنځته سوه، چي پر دغو کارګرانو د کار په مهال ناڅاپه کارخونه ونړېده.

د دغه درې کارګرانو مړي د امنیتي کسانو له‌‌‌خوا د نړېدلي کارخوني له خاورو را ايستلي او د هغوی کورنیو ته سپارل سوي دي.

په بدخشان ولایت کي له‌‌دې مخکي هم دا ډول ډېري پېښي تکرار سوي او یو عمده لامل یې دا ښودل سوی چي، د سیمي اوسېدونکي په غیرقانوني او غیرمعیاري ډول کانونه کیندي.