په بدخشان کي د سرو زرو د کان د نړېدو له امله دوه وروڼه وژل سوي

د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ د سرو زرو د کان د تونل د نړېدو له امله دوه کسان وژل سوي دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان‌الله کامګار وايي، دا پېښه د چهارشنبې په ورځ تر غرمې مخکي شاوخوا يوولس بجې د ارغنجخواه ولسوالۍ د ګلدره شیوه په سيمه کي رامنځ ته سوې ده.
د کامګار په وينا، قربانيان دوه وروڼه وو چي نورمحمد او محمدرحمان نومېدل، او د شهدا ولسوالۍ د پيتاو کلي اوسېدونکي وو.