په بدخشان کي د ماين چاودني ۶ کوچنيانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

د باختر آژانس د خبر له مخي د جمعې په ورځ د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ اړوند په ګلخاني کلي د پخواني ماين د چاودني له امله درې کوچنيان وژل سوي او درې نور زخميان سوي دي.
باختر آژانس د بدخشان د ط…البانو د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزي د رئیس محمد اکرم اکبري له قوله ليکي، چي دغو کوچنيانو دغه پخوانی ماين موندلی وو او لوبي ئې په کولي، چي چاودنه ئې کړې ده او يادو کوچنيانو ته ئې مرګ ژوبه اړولي ده.
د يادوني وړ ده، چي د تېرو جګړو له امله د افغانستان په يو شمېر سيمو کي اوس هم پخواني ماينونه پاته دي، چي ډېری وخت د سيمي پر اوسېدونکو او يا کوچنيانو باندي چاودنه کوي او مرګ ژوبله ورته اړه وي. پر افغانستان باندي د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د هغه مؤسيساتو کارونه هم پیکه سوي، چي په افغانستان کي د ماين پاکۍ په برخه کي فعاليت ترسره کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *