د بدخشان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «خواهان» ولسوالۍ کي د واوري ښویېدو له امله دوه ځوانان مړه، او مړي یې له دريو ورځو وروسته له واورې څخه راایستل سوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند، احسان الله کامګار وايي، چې دا ځوانان د خواهان ولسوالۍ د «جرو پایان» سیمي اوسېدونکي وه.
په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دغو ځوانانو د درنو واورو او د ټرانسپورټي لارو د نشتوالي له امله هڅه کوله چي د جرو پایان له کلي څخه د خواهان ولسوالۍ د سفید سنګان کلي ته پلی مزل وکړي چي په واورو کي بند پاته سوي.
تر دې مخکي هم په یو شمېر ولایتونو کي د ژمي په موسم کي ورته پېښي رامنځته سوي چي له امله یې لسګونه هیوادوالو ژوند بایللی دی.
بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر ویلي د جنوري په پیل کي په هیواد کي د واوري او سختي یخي هوا له امله شاوخوا لس کسان مړه سوي دي.