د بدخشان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، چي په دغه ولایت کي د یوې ترافیکي پېښي په پایله کي د کشم ولسوالۍ امنیه قوماندان همایون له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل سوی دی.
دا پېښه نن د بدخشان د مرکز اړوند د کشم – فیض آباد پر لاره رامنځته سوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، دغه پېښه هغه مهال رامنځته سوه، چي د نظامیانو يو موټر له يوه مازدا موټر سره ټکر وکړ.
چارواکو تر اوسه د دې پېښي په اړه څه نه دي ویلي.