په بدخشان کي د يوې کوچنۍ کښتۍ د ډوبیدو له امله درې کسان وژل سوي

د بدخشان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولایت د‌ يفتل ولسوالۍ د دره راست په سيمه کي د سيند په اوبو کي يوه کوچنۍ کښتۍ ډوبه سوې، چي په کښي ناست درې کسان په کښي وژل سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د‌‌ دغي کښتۍ د ډوبیدو اصلي لامل تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
خبرپاڼه لیکی، چي په اوبو کي د ډوب سوو کسانو د‌ ډلي څخه د يوه کس جسد موندل سوی او د دوو کسانو د لا تراوسه پوري هم نادرکه دي.