د بدخشان د فیضاباد ښار او بهارک ولسوالي پر لویه لاره د ابافشک او سمدره سیمه کي د ټرافیکي پېښي له امله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه د جمعې په ورځ ناوخته رامنځته سوې ده.
د بدخشان امنیه قومنداني ویاند احسانالله کامګار وايي چي د پېېښي په قربانیانو کي دوه کوچنیان، درې مېرمني او یو نارینه شامل دي.
د نوموړي په وینا، قربانیان د کابل اصلي اوسېدونکي دي او د بدخشان مرکز اړوند پنځمه حوزه کي اوسېدل.
هغه زیاته کړه چي دغه موټر سیند ته لوېدلی او جسدونه له اوبو راوېستل سوي دي.
له دې وړاندي هم په دغه ولایت کي د ورته ټرافیکي پېښو له امله خلکو ته مرګژوبله اوښتې چي مسوولین یې، لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو خرابوالی بولي.
بل خوا په پروان ولایت کي په څلورو جلا ترافیکي پېښو کي یوتن مړ سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.