په بدخشان کي د ځمکي ښوېدو له مله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بدخشان ولايت په ياوان ولسوالۍ کي د دوشنبې په ورځ د ځمکي د ښوېدو له امله درې کسان وژل سوي او يو بل کس زخمي سوی دئ.
د بدخشان ولايت د ط…البانو اداره هم دغه پېښه منلي ده او زياتوي، چي د دغه ځمکي ښووېدني اړوند څېړنه کوي او په خبره ئې چي پایله به ئې وروسته د ولس سره شريکه کړي.
د يادوني وړ ده، چي د بدخشان یاوان ولسوالي د بدخشان یوه له غرنیو سیمو څخه ده، چي هر کال د طبیعي پیښو لکه ځمکي ښویدنې او سیلابونو شاهده وي.