په دوشنبه د شپې ناوخته يولس بجې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کي نامعلومو وسلوالو مور او ځوان زوی په خپل کور کي ويشتلي او وژلي دي. دغه وسلوال تر بريد وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي.
ط…البانو امنیتي چارواکو هم دغه پېښه منلي ده او وايي چي د دغې پېښي اړوند پلټنه ئې شروع کړې ده.
د يادوني وړ ده، چي په همدې ورځ په بلخ کي هم نامعلومو وسلوالو يو شل کلن ځوان په خپل مېلمستون کي ويشتلی او وژلی وو. په افغانستان کي په دې وروستيو کي د نامعلومو وسلوالو له خوا د وژني پېښي د نور کله په نسبت خورا زیاتي سوي دي