د بدخشان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د بدخشان ولايت په زيباک کي نامعلومو وسلوالو د اغاخان بنسټ مذهبي مشر فضل احمد په خپل کور کي ويشتلی او وژلی دئ.
د بدخشان ولايت د ط..البانو تر اوسه په رسمي ډول د يادي پېښي اړوند څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي چي دا په وروستیو میاشتو کي په افغانستان کي د اسماعیلي ټولني د غړو دوهمه هدفي وژنه ده.