په بدخشان کي يو کس د نامعلوم کسانو له خوا وژل سوی دئ

د بدخشان په مرکز فيض اباد کي د سه شنبې په شپه ناوخته د څلورمي امنتي حوزي په ساحه کي د عبدالهادي په نامه کس د نامعلومو کسانو له خوا وژل سوی دئ.
د بدخشان د ط…البانو امنیتي مسؤلين وايي چي دغه پېښه د سه شنبې په شپه ناوخته د عبدالهادي په نوم د وژل سوي کس په کور کي رامنځ ته سوي ده. ط…البانو وايي تر اوسه پوري د يادي پېښي اصلي لامل نه دي معلوم خو زياتوي چي په تړاو ئې يو شکمن کس نيولی دئ.
د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي جنايي پېښي زياتي سوي دي په ځانګړي ډول د وژني پېښي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *