د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په یوه کور کي د چت د رالوېدو له امله دوه کوچنيان وژل سوي او يو بل کوچنی ټپي سوی دئ.
په ورته وخت کي دط..البانو د پاره د بدخشان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس محمد اکرم اکبري وايي، چي په دغه پېښه کي يوه ۱۷ کلنه نجلۍ او يو ۱۴ کلن هلک وژل سوی او ۱۰ کلن کوچنی ټپي سوی دئ.
ځايي خلګو څروغ تلوېزيون ته ويلي، چي دغه کور ډېر پخوانی جوړ و، چي په دغه سيمه کي د باران له امله دغه کور چت لوېدلی دئ.