په بدخشان کي په یوې ناپېژانده تنفسي ناروغۍ ۱۲۰ ماشومان او ښځي اخته سوي دي

چارواکي وايي، د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کي ۱۲۰ ښځي او کوچنیان په داسي یوه تنفسي ناروغي اخته سوي چي تر اوسه نه ده پېژندل سوې.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریس ذبیح‌الله امیري د معلوماتو له مخي د دغه ناروغۍ د تشخص لپاره له مرکز څخه روغتیايي ټیمونه سیمي ته رسېدلي دي.
د معلوماتو له مخي، دغه ناروغي درې ورځي وړاندي په ښځو او کوچنیانو کي خپره سوې، خو ډاکټرانو تر اوسه نه ده پېژندلې.
ویل کیږي چي ۴۰ ښځي او ۸۰ کوچیان په دې ناروغۍ اخته سوي او د دې ناروغۍ مهمي نښي شدید ټوخی او د سینې درد دی.
د بدخشان د خواهان له ولسوالۍ څخه تر مركز پوري اوږده لاره او د بدخشان په خواهان ولسوالۍ كي د روغتيايي اسانتياوو نشتون د دغه ناروغۍ د خپرېدو لاملونه بلل سوي دي.